Manatiqa.com – The Discipline of Reason
د عقل، اخلاقو او مسؤلیت منشور :
Manatiqa.com د دې باور استازیتوب کوي چې عقل یو سرګردانه ځواک نۀ دے، بلکې یو منظم، اخلاقي او مسؤل نظم (Discipline) ته اړتیا لري. The Discipline of Reason زمونږ فقط شعار نۀ دے، بلکې د مناطقو یو فکري او عملي منهج دے.
۱- زمونږ فکري بنسټ دا دے :
• اسلامي تعلیمات عقلانیّت د ایمان مخالف نۀ، بلکې د ایمان شریک ګڼي.
• منطق به زمونږ په نزد د فکر د نظم وسیله وي.
• فلسفه به د پوښتنې هنر وي ځکه چې قرآن انسان ته د تفکر، تدبر او تعقل بلنه ورکوي، دغسې ئې د افراط، تعصب او د ړوند تقلید نه ساتي.
۲- د شکونو، شبهاتو ازاله (Removal of Doubts)
• مونږ شکوک نۀ ردوو بلکې د هغې تحلیل کوو، بې جوابه شک، انسان افراطیت ته او یا انکار ته بیائي.
• منظم عقلانیّت، تشکیک په علم کښې بدلوي.
• فکري ابهام روښانه کول، شبهات د علم، منطق او نصوصو په رڼا کښې تحلیلول زمونږ اساسي منشور دے.
۳- د ځوان کهول رهنمائي :
• مونږ د ځوان کهول رهنمائي کوو او د فکر کولو طریقه ورښایو. ذهن د تقلید نۀ، بلکې د دلیل د لارې جوړېږي.
• مونږ عقلاني ، متوازن او فکري مسؤلیت ته وده ورکوو.
۳- خپل موقف وړاندې کول (Intellectual Positioning)
Manatiqa.com بې موقفه نۀ دے بلکې د اسلامي عقلانیت ملاتړ کوي، د جبریت، افراط، او فکري سطحیت مخالفت کوي او خپل دریځ د دلیل د لارې وړاندې کوي. اختلاف د هر چا حق ګڼو، بلکې دا د فکر د پاره یوه ازموینه ګڼو.
۴- پرمختګ (Progress through Reason)
• زمونږ په نزد فکري پرمختګ د ټولنیز پرمختګ بنیاد دے.
• هغه ټولنې چې فکرونه ئې معطل وي پرمختګ نۀ شي کولې.
• مونږ د داسې فکر ملاتړ کوو چې علم ته لارې هواري، اخلاقیات پکښې سالم پاتې شي او عملونو ته معنې ورکوي.
• د اختلاف ژبه به همیشه علمي وي.
• مونږ د افتراق نۀ بلکې د اتفاق د پاره کار کوو.
۳. زمونږ اصول (Core Principles)
• عقل د وحي مخالف نۀ دے.
• اخلاق د سیاست تابع نۀ دي.
• دلیل د احترام نه پرته نیمګړے پاتې کېږي.
• بې فهمه علم د ایمان کمزوري ده.
اداره (مناطقه ډاټ کام)
