د الحاد او عصري فکرونو تنقيدي جاج

Header
collapse
...
Home / د مکایدو علمي رد / مکالمه (When Freedom Challenges Revelation)

مکالمه (When Freedom Challenges Revelation)

دسمبر 18, 2017  Imam Ghazali  1,212 views
مکالمه (When Freedom Challenges Revelation)
مکالمه
عام مسلمان: وروره ! دا مسئله مونږ هم دغسې د خپلو علماو نه اورېدلې ده.
لیبرل: پرېږده مړه ! مُلا خو هر څۀ وائي. دا به صحیح عالم نۀ وي. (دلته لیبرل په عالم باندې ټينګار کوي)
عام مسلمان: دا مسئله خو هم ټول عالمان دغسې کوي، بلکې په دې کښې مسلکي اختلاف هم نشته.
لبرل: خو بیا هم دا علماء دي، څۀ صحابه خو نۀ دي ! (دلته صحابهؓ د جذباتي احترام تر سیوري لاندې راشي)
عام مسلمان: هم دغه مسئله عالمان د صحابهؓ کرام د اقوالو په اساس وړاندې کوي.
لبرل: صحابهؓ محترم دي، خو حجت نۀ دے ! په حدیث کښې خو نشته ! (دلته بیا داسې ښکاري لکه مخاطب چې د حدیث لوي منونکے وي)
عام مسلمان: حدیث وړاندې کوي او وائي چې دا مسئله هم په حدیث کښې دغسې ده ، مهرباني وکړئ، ولولئ یې.
لبرل: خو دا حدیث خو په بخاري کښې نشته. ماته ئې په بخاري کښې اوښایه کېدې شي د دې حدیث سند کمزورې وي.
عام مسلمان: دا حدیث په بخاري کښې هم شته او متفق علیه حدیث دے.
لبرل: په احادیثو خو هم محدیثینو کلام کړے وي نو کېدے شي محدثینو په دې نقد کړے وي.
عام مسلمان: خو په دې حدیث د محدثینو جرح وتعدیل نشته. او د علمُ الرجال په اساس ثابت حدیث دے. بیا پرې اجماع د امّت هم ده که وائې چې حواله درکړم؟
لبرل: اجماع خو حجت نۀ وي. قرآن کریم کښې دا خبره شته !
عام مسلمان : بلکل په قرآن کښې هم دا خبره راغلي ده.
لبرل: خو د قرآن آیت دا خبره په صراحت سره نۀ کوي. د دې نه نورې معنې هم اخیستلې کېدې شي.
عام مسلمان: ټولو مفسرینو ترې هم دا معنا اخیستې ده، د بل احتمال هېڅ ګنجایش نشته.
لبرل: خو دا حکم د رسول الله د زمانې د پاره وۀ، په دې زمانه کښې د دې اطلاق نۀ کېږي.
عام مسلمان: وروره ! که دا د الله او رسول ﷺ حکم وي، نو د الله حکم به بحال وي. د اسلام په ټولو ماخذاتو کښې دا مسئله هم داسې ده.
لبرل: کېدې شي دا د الله یا رسول خبره وي، زۀ ورته احترام لرم ، خو ازادي د هر انسان شخصي حق دے.
عام مسلمان : که تۀ په دقت سره سوچ وکړې نو ستا هیڅ فقهي اختلاف نشته ، بلکې په لاشعوري توګه د الهي حاکمیت پر ضد مبارزه کوے. مُلا هسې بدنام دے۔

مناطقه

Share:

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Your experience on this site will be improved by allowing cookies Cookie Policy